شي جين پينګ د نان جينګ پوهنتون ځوانو کارپوهانو ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/05/19 15:04:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په اتلسمه نېټه د نان جينګ پوهنتون هغو ځوانو کارپوهانو ته ځوابي پيغام ليږلی، چې په بهرنيو هېوادونو کې له زده کړو وروسته بېرته چين ته ستانه شوي او اوس په همدغه پوهنتون کې پر علمي څېړنو او ښوونيزو چارو بوخت دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې د نان جينګ پوهنتون د جوړېدو ۱۲۰مې کليزې په مناسبت د دغه پوهنتون ټولو استادانو، کارکوونکو او محصلينو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړي او ياد ځوان کارپوهان يې هڅولي، چې د عصري سوسياليستيک هېواد د هراړخيزې ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چيني ارمان د پوره کولو لپاره خدمتونه وکړي.

د نان جين پوهنتون د ۱۲۰ ځوانو کارپوهانو استازو په دې وروستيو کې شي جين پينګ ته يو پيغام ليږلی و. دوی په خپل پيغام کې د ساينس او ښوونې په چارو کې د خپلو کارونو لاسته راوړنې او احساسات شريک کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره يې د خدمتونو ټينګ هوډ  څرګند کړی دی.