جوبايډن له اوکراين سره د اضافي امنيتي مرستو قانوني مسوده لاسلیک کړه
CMG2022/05/20 11:10:29
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د مې په ۱۹ مه نېټه له اوکراين سره د سلو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د اضافي امنيتي مرستو قانوني مسوده لاسلیک کړه.

دا د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې لسم ځل دی، چې جوبايډن له بهرنيو هېوادونو سره د امريکا بسپنې کاروي او اوکراين ته وسلې ورکوي. 

د امريکا مشرانو جرګې په همدې ورځ په ۸۶ موافقو رايو او ۱۱ مخالفو رايو له اوکراين سره  د ۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرستو قانوني مسوده تصویب کړه او د جوبايډن تر لاسليک وروسته به پلې شي.