روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا ضد د چين جوړ کونويډسيا واکسين بېړنۍ کارونې ته اجازه ورکړه
CMG2022/05/20 10:52:05
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۱۹مه نېټه ويلي، چې د کرونا وبا ضد د کونويډسيا په نوم چيني واکسين ته يې د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې ده.

کونويډسيا واکسين د چين د کانسينو بيولوژيکي شرکت لخوا جوړ شوی دی.

دغه واکسين له سینوفرم او سينواک واکسینونو وروسته د چين درېيم کرونا وبا ضد واکسين دی، چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا يې د بیړنۍ کارونې اجازه ترلاسه کړې ده.

 

روغتیا نړیوال سازمان په یوې بیانيې کې ویلي، چې دغه سازمان د چين کونويډسيا واکسين کيفيت، خونديتوب، اغېزمنتوب، د خطر کنټرول او توليد څېړلي او د کارپوهانو کاري ډلې له موافقې وروسته يې ياد واکسين ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې ده.

د روغتيا نړيوال سازمان طبي کارپوهانو د چين کونويډسيا واکسين اغېزمن بللی او وايي، چې د دغه واکسين ګټې تر خطرونو ډېرې دي.

 (ژباړه: شکريه)