روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۱۹مې نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې د مازديګر تر ۷ بجو او ۲۸ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په نسبت ۴۴۱ زره او ۳۳۲ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۲۰ ميليونه ۹۱۲ زره او ۲۵۷ ته رسېدلی دی.
په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۷۰۱ مړه شوي او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۲۷۲ زره او ۴۰۸ ته رسېدلی دی.
(ژباړه: شکريه)