۹۸ کلن چيني هنرمند هوانګ يونګ يو
CMG2022/05/20 11:31:59
شريکول:

هوانګ يونګ يو په چين کې مشهور هنرمند دی او پر لرګينو تختو د حکاکي انځورنه کاږي.

 نوموړی د چين د هو نان ولايت په فنګ هوانګ ولسوالۍ کې زېږېدلی او اوس ۹۸ کلن دی.

هوانګ يونګ له څه باندې ۸۰ کلونو راهيسې پر لرګينو تختو د حکاکي انځورونه جوړوي.

نوموړي د تېرې پېړۍ د پنځمې لسيزې په منځ کې د يون نان ولايت له لو نان ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او هلته يې د ځايي ملي لږکيو سا ني وګړو د يو اوږد شعر (( اشما))  له مخې انځورونه جوړ کړل.

نوموړې دغې چارې هغه ته ډېر شهرت ورکړی دی.

 

د ښاغلي هوانګ يونګ يو د اثارو هنري نندارتون د مې په اتلسمه نېټه د چين د سو جو په موزيم کې پرانيستل شوی دی.

په دغه نندارتون کې د نوموړي هغه ۷۸ اثار نندارې ته وړاندې شوي، چې د ۲۰مې پېړۍ له ۴مې لسيزې څخه تر ۹مې لسيزې پورې يې پنځولي دي.

ياد نندارتون به د جولای تر ۲۴مې نېټې پورې دوام ولري.