راپور: د روسيې د نفتو او ګازو سږنۍ توليدي اندازه به کمه شي
CMG2022/05/20 11:31:00
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روسيې د اقتصادي پرمختګ په خپل وروستي راپور کې اټکل کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې به یې د نفتو توليدي اندازه ۴۷۵ ميليونه او ۳ سوه زره ټنه وي، چې دغه رقم يې د تېر کال په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه درې کموالی ښيي.

ياد راپور وايي، چې په روان کال کې به د روسيې د طبيعي ګازو توليدي اندازه ۷۲۰ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو مترو مکعبو ته ورسيږي، چې دغه شمېر يې د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځه اعشاریه شپږ کموالی ښيي.

د اټکل له مخې، د روسيې د اومو نفتو سږنۍ صادراتي اندازه به ۲۲۸ ميليونه او درې سوه زره ټنه وي، چې دغه رقم يې د تېر کال په پرتله په سلو کې يو اعشاريه دوه کموالی ښيي او په ورته وخت کې به يې د نفتي توليداتو صادراتي اندازه ۱۱۵ ميلیونه او درې لکه ټنه وي، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې شل کموالی ښيي.

د روسيې د صدراعظم مرستيال نوواک د مې په ۱۹مه نېته ويلي، چې هيواد به یې په هر صورت کې د خپلې انرژۍ خونديتوب تضمين کړي.