نړیوال اقتصاد باید له کړکېچونو تېر شي
CMG2022/05/20 15:30:41
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پینګ د مې په ۱۸مه نېټه د چین د نړیوالې سوداګرۍ هڅونکې کمېټې د جوړېدو د ۷۰مې کالیزې په لمانځغونډه او د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې په سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، چې د نړۍ ټول هيوادونه باید د مقابلې پر ځای پر ډیالوګ ټينګار وکړي، داړيکو پرېکون پر ځای بايد سره ګډول غوره کړي، د تبعیض پر ځای بايد ټولشموليت تر سره کړي او په عدالت او مساواتو سره بايد د نړیوالې ادارې سیستم کې اصلاحات راولي.

د نوموړي دغو خبرو د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.

کرونا وبا او ځينو نورو نړيوالو مسئلو د نړۍ وضعيت ترينګلی کړی او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې چارې يې تر سختو فشارونو لاندې راوستلې دي.

نړیوال وجهي سازمان په تازه راپور کې د نړیوال اقتصاد د سږني زیاتوالي وړاندوینه ۳.۶ سلنه ښودلې او د مخکنې وړاندوینې په نسبت يې په سلو کې ۰.۸ ټیټه کړې ده.

نړیوال اقتصاد څنګه له اوسني بحران تېرېدای شي؟

د دې پوښتنې ځواب د اړيکو پرېکون پر ځای سره ګډولو په اړه چيني وړانديز کې ویل شوی دی.

د اقتصاد نړیوال کېدو بهیر پر وړاندې په دې وروستیو کلونو کې ډېرې ستونزې راپورته شوې دي.

 د امریکې په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو ډېرې هڅې وکړې، چې له چین سره اقتصادي اړیکې غوڅې کړي او د امریکا اوسنی حکومت اوس هم لګيا دی، د چين تصدۍ ځپي.

 د جوبایډن حکومت په دې وروستیو کې تش په نوم د هند او اسیا اقتصادي چوکاټ وړاندې کړی او له چین سره د اقتصادي اړیکو پرې کولو په موخه يې نور هېوادونه لمسولي دي او په همدې شومو کړنو غواړي د اقتصاد او تکنالوژۍ په برخو کې خپله زورواکي وساتي.

واقعیتونه ښيي، چې د اقتصادي اړیکو پرې کول د هيچا په ګټه نه دي.

د چین او امریکا د تېر ۲۰۲۱م کال سوداګریز ارزښت ۷۵۵ میلیارډو او ۶۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د وړم کال په پرتله نږدې یو پر درې زياتوالی ښيي.

د چین د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې په چین کې د امریکا پانګونې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵۳.۲ سلنه زیاتې شوې دي.

امریکايي تصدۍ پوهېږي، چې د چین لوی بازار د دوی د پرمختګ لپاره ګټوره زمینه برابروي. په چین کې د امریکا د سوداګرۍ ټولنې څو ورځې مخکې په چین کې د امریکايي تصدیو د حالاتو سپین کتاب خپور کړی او د چین او امریکا د اقتصادي اړیکو له پرې کېدو سره يې پکې سخت مخالفت ښودلی دی.

د امریکا د سوداګرۍ ټولنې په دغه سپین کتاب کې راغلي، چې ۸۳ سلنه غړي يې پلان نه لري، چې د توليد چارې له چین څخه اوباسي.

د امریکا په کوردننه هم دا غږ پورته شوی، چې واشنګټن باید پر چیني توليداتو اضافي ګمرکي مالیات لغوه کړي، څو په دغه هيواد کې انفلاسیون کم شي.

د امریکې پرچون ټولنه وايي، چې پر چیني توليداتو د اضافي ګمرکي مالیاتو په لغوه کېدو سره به په امریکا کې د توکو بیې ۱.۳ سلنه ټيټه شي.

د ګډو ګټو همکارۍ له زماني تمایل سره سمون لري، د سوداګرۍ او پانګونې هڅول د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره مهم ماشین ګڼل کېږي. چین په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد او تر ټولو لوی سوداګریز هېواد په توګه، تل د اقتصاد د نړیوال کېدو لپاره کوښښونه کړي دي. رئیس شي جين پينګ هم په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې چین به خپله پرانیستې دروازه نوره هم پراخه کړي.