د چين د کون مينګ ښار د ګلانو بازار
CMG2022/05/20 17:29:57
شريکول:

د چين د يون نان ولايت په مرکز کون مينګ ښار کې معمولاًُ په مې کې ګلان غوړيږي. د کون مينګ د تازه ګلانو بازار په اسيا کې تر ټولو لوی دی او هره ورځ ترې شاو خوا ۲۲ ميليونه ګلان د نړۍ ۵۰ هېوادونو او سيمو ته صادريږي.

د انټرنيټ او الکترونيکې سوداګرۍ د پرمختګ په مټ د ګلانو د خرڅلاو اندازه او هم د سوداګرو ګټې مخ پر زياتېدو دي.

د ګلانو هنري چارې د خلکو ژوند ته ښکلا ورکوي.