شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د ګوندونو، فکري مرکزونو او ټولنيزو سازمانونو فورم ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2022/05/20 11:09:44
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئیس شي جین پینګ د بريکس هېوادونو د ګوندونو، فکري مرکزونو او ولسي ټولنيزو سازمانونو فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

ياد فورم د مې په ۱۹ نېټه په بېجينګ کې پرانېستل شوی دی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې هيله ښودلې، چې د بريکس هيوادونه او پرمختيايي هېوادونو ګوندونه، فکري مرکزونه او ولسي ټولنيز سازمانونه دې ځينو مسؤليتونو ته اوږې ورکړي، خپلمنځي خبرې او د نظريو تبادلې دې ژورې کړي او د نړۍ د ګډ پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره دې په ډېرې ځيرکتيا ګامونه پورته کړي.