د چين د دريو سيندونو د سرچينې د لوړې سيمې په اوږدو کې ښکلي او ناياب حيوانات
CMG2022/05/20 17:26:28
شريکول:

د چين يانګځه سيند، ژېړ سيند او لانڅانګ سيند د دغه هېواد د شمال لويديځ چينګ های ولايت له لوړو څخه سرچېنې اخلي. 

د دغو سيندونو د سرچینې لوړه سيمه د چينګ های - شي ځانګ په منځ کې ده او د سمندر له سطحې ۳۵۰۰- ۴۸۰۰ متره جګوالی لري.

دغه سيمه څه باندې ۳۰۰ زره کيلومتره مربع مساحت لري، چې پکې تر ۳۷۰ زيات ډوله حيوانات ژوند کوي او تر ۲۲۰۰ زيات ډول ډول نباتات پکې پيدا کيږي.

راځئ، د دغې سيمې ښکلي او ناياب حيوانات وګورئ!