د چين او ختیځ تيمور مشرانو د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۲۰مې کاليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولیږل
CMG2022/05/20 14:33:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ختیځ تيمور ولسمشر جوس مانويل راموس هورتا د مې په شلمه نېټه د ختيځ تيمور د خپلواکۍ د  شلمې کاليزې او د چين او ختيځ تيمور د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د شلمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لیږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د ختیځ تيمور اقتصاد په تېرو شلو کلونو کې فعال پرمختګ کړی او د خلکو ژوند يې ښه شوی دی.

نوموړي ويلي، چې د چين او ختيځ تیمور ملګرتیا اوږد تاریخ لري، د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۰ کلونو راهیسې يې سياسي متقابل باور ژور او عملي همکارۍ يې کړي او د خلکو تر منځ يې کلتوري تبادلې هم زياتې نژدې شوي او دوه اړخيزې اړيکې يې سالم پرمختګ ومومي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې هغه د چين او ختیځ تیمور د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر هورتا سره به په ګډه د دواړو هېوادونو د دوستۍ، متقابل اعتماد او د متقابلو ګټو پر بنسټ د هراړخیزو همکاریزو اړیکو د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

ولسمشر هورتا په خپل پيغام کې ويلي، چې ختيځ تيمور د سيمه ييزې او نړیوالې سولې او ثبات په ټينګښت کې د چين د مهم رول ستاينه کوي او د ختيځ تيمور د ابادۍ په بهیر کې يې د چين له ټينګ ملاتړ څخه مننه کړې ده.