د چين نارينه لوبغاړو توکيو اولمپيک لوبو د 4×100 مترو په ځغاسته کې د ژېړو مډال وګاټه
CMG2022/05/20 14:59:14
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کمېټې د مې په ۱۹ مه نېټه په لاوسان کې يوه اجرايوي غونډه تر سره کړه او پکې يې اعلان وکړ، چې د چين نارينه لوبغاړو د توکيو اولمپيک دوبنيو لوبو د  4×100 مترو په ځغاسته کې برونز مډال ګټلی دی.

 د سپورټ د عدالت نړيوالې محکمې د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه په يوې اعلاميې کې وويل، چې د بريتانيا لوبغاړي چيکندو اوجا د توکيو اولمپيک لوبو په ترڅ کې د دوپينګ(doping) پرضد له مقرراتو څخه سرغړونه کړې ده.

 د توکيو اولمپيک لوبو د نارينه لوبغاړو د 4×100 مترو د ځغاستې په سيالۍ او هم د ۱۰۰ مترو په سيالۍ کې د اوجا پايلې لغوه شوې او هممهاله د 4×100 مترو ريلي ځغاسته په سيالۍ کې د بريتانيا سپورټي ډلې پايلې هم لغوه اعلان شوې.

په يادو لوبو کې د کاناډا لوبغاړو نقرايي مډال او د چين لوبغاړو برونز مډال ګټلی و.

 دا د اولمپيک لوبو د رايې ځغاسته کې د چيني لوبغاړو لومړی مډال دی.