وانګ يي د بريکس هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د غونډې مشري وکړه
CMG2022/05/20 11:30:10
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ويډيويي غونډې مشري وکړه.

په دغې انلاين غونډې کې د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزير پاندور، د برازيل د بهرنیو چارو وزير فرانکا، د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف او د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر ګډون کړی و.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د بريکس هېوادونو د رئيسه هېواد په توګه په روان کال کې څه باندې پنځوس مهم فعاليتونه ترسره کړي او په څو برخو کې يې د برېکس د همکاريو د مهمو پرمختګونو د موندلو لپاره هڅې کړي او د بريکس هېوادونو د مشرانو د څورلسمې غونډې لپاره يې کلک بنسټ ايښی دی.

هغه زياته کړې، چې برېکس هيوادونه بايد ستراتيژیکې تبادلې او همغږۍ داسې پياوړې کړي، چې په سياسي چارو کې د متقابل باور نمونه وګرځي او په بېلا بېلو برخو کې دې د متقابلو ګټو پربنسټ دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي وويل، چې برېکس هيوادونه دې ټولشموله رويه غوره کړي او نورو هيوادونو ته دې د غښتليتوب نمونه وګرځي.

ګډونوالو وزيرانو د اوکراين او افغانستان په شمول پر ځينو تودو مسئلو هم خبرې کړې دي.