د افغانستان د سرپرست حکومت د ماليې وزیر ملا هدايت الله بدري د مې په ۱۹ مه نېټه د ټولو ګمرکاتو مسئولينو ته هدايت کړی، چې له دې وروسته هېچا ته اجازه ور نه کړي غنم له هېواده د باندې صادر کړي، څو غنمو ته د ولس اړتيا پوره شي.
غنم په افغانستان کې تر نورو غلودانو ډېر خوړل کيږي او د کم کرنيز پرمختګ له کبله هر کال خلکو ته د غنمو عرضه تر اړتيا يو ميليون ټنه کموالی ښيي او دغه شمېر د وچکالۍ په کلونو کې لا لوړيږي. دغه راز بهر ته په غیر قانوني لارو د غنمو صادرات هم د هېواد په دننه کې د غلودانو امنيت ګواښي.
د ملګرو ملتونو سږنی راپور ښيي، چې په روان کال کې ٪۹۵ افغانان کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.