چينايي چای ټولې نړۍ ته صادریږي
CMG2022/05/21 12:11:40
شريکول:

چين د چای اصلي ځای دی. په لرغونې زمانه کې د آسونو او بېړيو له لارې د چين چای ټولې نړۍ ته  لېږل کېده.

اوسمهال هم د چين چای  په ټوله نړۍ کې پلورل کیږي. د چين په ان هوې ولايت کې د چای د توليد اندازه تر ټولو زياته ده. د دغه ولايت د ماو فنګ چای د شين چای يو ډول دی، چې  ځانګړی بوی لري او د ځينې ناروغۍ لپاره ډېر اغېزمن دی. د چين حکومت،  د دغه ولايت د چای پلورلو لپاره اورګاډی ځانګړی کړی ،  تر څو په  دې وسیله د يو کمربند او يوې لارې  په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته چای ولېږدوي. د ان هوې په ولايت کې د کلیو سمسورتیا  د چایو د توليد په ځنځير پورې تړلې ده.

دغه راز د جه جيانګ ولايت د  چای په اړه په نړۍ کې لومړی کتاب  لیکل شوی. په جه جيانګ ولايت کې د چای ډولونه زيات دي، چې د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو ته  صادریږي.

د چين د ګمرکاتو ادارې د  شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې له چين څخه څه دپاسه ۳۶۹ زره ټنه چای نورو هېوادونو ته  صادر شوی دی .