د چين بهرنيو چارو وزارت: هر فریب چې له تايوان په ګټې اخيستنې د چين مخنيوی غواړي، خامخا ناکميږي
CMG2022/05/21 21:35:29
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د مې په ۲۱ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې هر فریب چې له تايوان په ګټې اخيستنې د چين مخنيوی غواړي، خامخا ناکميږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيا ۷۵م نړيوال کنفرانس به د روانې مياشتې له ۲۲مې تر ۲۸ مې نېټې پورې ترسره شي او ډېرو هېوادونو روغتيا نړيوال سازمان ته پيغامونه ليږلي او د چین له هغه دريځ څخه يې ملاتړ څرګند کړی، چې په ياد جوړېدونکي کنفرانس کې د تايوان له ګډون سره مخالفت کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په خپلو خبرو کې پدې اړه وویل، چې ، د چين ولسي جمهوريت حکومت د دغه هېواد يوازینی قانوني حکومت دی، چې د ټول چين استازيتوب کوي او تايوان د دغه هېواد د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده. 

نوموړي پردې ټينګار وکړ، چې که تايوان سيمه د نړيوالو سازمانونو په فعاليتونو کې ګډون غواړي، بايد د يوه چين پېژندنې د  هغه اصل پر بنسټ اړوند کارونه ترسره کړي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه ليک او د روغتيا نړيوال کنفرانس په ۲۵.۱ م پرېکړه ليک کې پېژندل شوی دی.

وانګ ون بين وويل، په تايوان کې د ډيموکرات پرمختګ ګوند له واکمنۍ راهیسې دغه سیمه ياد اصل نه مني، چې له امله يې په روغتيا نړیوال کنفرانس کې د ګډون بنسټ له منځه تللی دی. په همدې وجه چين د روغتيا په سږني نړيوال کنفرانس کې د تايوان له ګډون سره مخالفت کوي.

تردې دمه نږدې ۹۰ هېوادونو د روغتيا نړیوال سازمان ته پيغامونه ليږلي او د چين له دریځ څخه يې ملاتړ څرګند کړی دی.