نړۍ کې د بیزو چيچک نادر وېروس ۸۰ پېښې تائيد شوي
CMG2022/05/21 13:27:22
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۲۰ مه نېټه د یوې تخنيکي غونډې په رابللو سره د بيزو چيچک په نوم نادر وېروس د خپرېدو په مخنيوي بحث کړی دی.

تر اوسه په ټوله نړۍ کې د ياد وېروس ۸۰ پېښې ثبتې شوي او ۵۰ نورې  تر څېړنې لاندې دي. د نظارت په  ډېرېدو سره ښايي لازياتې پېښې پيدا شي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، ياد وېروس عموماً په ځينو هېوادونو کې د ځينو ژويو په منځ کې خپريږي او په نادره توګه ځايي اوسيدونکو او سیلانيانو ته خپريږي، خو اوس په ۱۱ هېوادونو او سيمو کې چې له دې وړاندې ياد ویروس پکې نه و خپور شوی، پېښې يې پیدا شوې دي.

دغه ویروس په عمده توګه د نږدې تماس د نيولو پر مهال خپريږي.