د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير لافيل ماريانو ګروسي له جاپان څخه دری ورځنۍ ليدنه پای ته ورسوله او د دغه هېواد په پلازمېنه توکيو کې په يوه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې د جاپان خلک او ګاونډي هېوادونه سمندر ته د فوکوشيما اټومي
برېښناکوټ د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو د پلان په اړه د اندېښنې څرګندولو حق لري. د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي به د جاپان دغه پلان ارزيابي وکړي.
په ورته وخت کې د جاپان خلک سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو له پلان سره د مخالفت کولو اواز پورته کړی. د مې د شلمې نېټې په غرمه د جاپان د ښاريانو څو ډلو د توکيو د عالي محکمې د دروازې په وړاندې لاريون تر سره کړ. دوی په لاريون کې د فوکوشيما له اوسيدونکو څخه ملاتړ وکړ او د توکيو د برېښنايي چارو له شرکت څخه يې غوښتنه وکړه، چې ذروي پېښې مسئوليت پر غاړه واخلي.