خونديتوب او پرمختګ د بريکس هېوادونو لپاره دوه مهم ټکي دي
CMG2022/05/21 12:09:05
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۹مې نېټې په شپه د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ويډيويي ليدنې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه. شي جين پينګ په وينا کې د خونديتوب او پرمختګ اهميت بيان کړ او پر دې يې ټينګار  وکړ، چې بريکس هېوادونه بايد د فعالو او مثبتو ځواکونو په توګه یو پر بل باور ټينګ کړي، له ننګونو سره دې مبارزه وکړي او د نړیوالو اړیکو په برخه کې دې ثابت او فعال واوسي. د شي جين پينګ دغو څرګندونو د نړيوالې ټولنې ګډې موافقې راجلب کړې او د يادې ليدنې په ګډه اعلاميه کې  راڅرګندې شوې.

د بريکس هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې د نړۍ پنځه لوی او نوي سمسور شوي هېوادونه شامل دي او د پرمختيايي هېوادونو لپاره د لارښوونې رول لري. سياسي خونديتوب د بريکس هېوادونو تر منځ د همکاريو مهم بنسټ دی.

دغه راز شي جين پينګ په خپله وينا کې  وویل، چې د بريکس هېوادونه بايد يو د بل مرکزي ګټو او مهمو پاملرنو ته  توجه ولري، يو د بل ملي حاکميت، خونديتوب او پرمختګ ته دې درناوی وکړي، له بادارۍ غوښتنې او اجباري سياست سره دې مخالفت وکړي، د سړې جګړې نظريې او ډلو په وړاندې دې مبارزه وکړي او په ګډه دې د انسانانو د ګډ برخليک امنه ټولنه جوړه کړي.

دغه نظريې د بريکس هېوادونو په منځ کې د سياسي باور او امنيتي همکاريو د پياوړتيا لپاره لوري روښانه کړی او ستر اهميت لري.

د بريکس هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې يو د بل د خپلواکۍ ملاتړ به وکړي، د نښتو او شخړو د حلولو لپاره به د خبرو اترو له لارې خپلوي او له عمده پرمختللو هېوادونو څخه يې غوښتنه کړې، چې مسئولانه تګلارې دې غوره کړي او د يو اړخيزو بنديزونو له امله پرمختيايي هېوادونو او کمزورو ډلو ته د زيانونو رسولو مخه دې ونيسي.