د امريکا اي پي خبري اژانس او سي اېن بي سي چېنل خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د کاليفرنيا ایالت پوليسو پر ځايي وخت د مې پر ۲۱ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ، چې د مې د ۲۰ مې نېټې په شپه د دغه ايالت په سانبرنادینو ښار کې د ډزو د پېښې له امله يو کس وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.
د پوليسو په قول دغه پېښه د یوې مېلې پر مهال رامنځته شوه او له امله يې ۸ ټپيان په روغتون کې د درملنې په حال کې دي. د دې پېښې د شکمنو مجرمينو هویت نه دی تائید شوی او اړونده پلټنه لاهم روانه ده.