امريکا څه موخه لري چي د شينجيانګ د بشري حقونو په پلمه پر چین تورونه لګوي
CMG2022/05/22 15:07:39
شريکول:

په دې وروستيو کلونو کې د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو په پر له پسې توګه د شيجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د بشري حقونو په پلمه پر چين تورونه لګولي دي. خو په ډول ډول پلمو پر چين د امريکا د تورونو رښتينې موخه څه ده؟

راځئ چې په اړه یې درته یوشمېر رښتني حقایق وړاندي کړم.

لومړی: چين تل ملي حاکميت او بشري حقونو ته ارزښت ورکړی او ورکوي يې. د چين حکومت پر دې ټينګار کړی چې شينجيانګ تل د چين يوه برخه ده او د دې سيمې سمسورتيا او ثبات، قومی يووالی او مذهبي هوساینه د خلکو لپاره تر ټولو بشري مهم حقونه دي.

په چين کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د اړوندو څانګو د کارونو موخه د بشري حقونو  اعظمي ساتنه ده او له ترهګريزو زيانونو څخه د ۲۵ مليونو ځايي وګړو د سر او مال ژغورل دي. د امريکا په شمول لويديځ هېوادونه په شينجيانګ کې د چين عادي تګلاره پر بشري حقونو تېری او نژادي تصفيه بولي، چې په حقيقت کې د چين په مقابل کې د دوه ګونې معيارونو غوره کول دي.

روان کال د چين اويغوري لوبغاړې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د مشعل وړونکې په توګه دنده پر غاړه درلوده چې دا د امریکايي سياستوالو غبرګونونه راپارولي دي. د چين د عصري تاريخ په هکله يو جاپاني کارپوه په دې اړه تبصره وکړه چې د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو خبري رسنۍ نه غواړي چې دغه حالت وويني. خو برعکس دا ثابتوي چې د چين بېلا بېل قومونه يو له بل سره مساوی او دوستانه اړيکې لري.

امريکا په ښکاره ډول د بشري حقونو په پلمه د شينجيانګ د حکومتولۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې، خو حقيقت يې دا دی چې دوی غواړي د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنیو  چارو کې لاسوهنه وکړي او خپلې جيو پوليتيکې ګټې ولټوي.

دوهم: د بشري حقونو د مفهوم په اړه د چين پوهه د زمانې له پرمختګ سره سمون لري.

د چين په جنوب لويديځ کې د سياسي علومو او قانون پوهنتون د بشري حقونو د څېړنيز انسټيټيوټ اجرائيوي مشر جانګ يونګ هه په دې اند دی چې د بشري حقونو مفهوم پرانيستنی دی. چين د بشري چارو د پرمختګ په بهير کې هغه لاره غوره کړې چې د پرمختګ له لارې يې بشري حقونو ته پرمختګ ورکړی دی. اوس دغه هېواد د بشري حقونو په ځانګړي لور روان دی چې له خپلو مشخصاتو سره سمون لري.

په تېرو اوياوو کلونو کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومي خلکو په ژوند کې ستر بدلونونه راغلي چې له شدید غربت څخه وتلي دي. د امريکا د کوهن صندوق رئيس روبيرټ لارنس کوهن دا نظر لري چې چين د بشري حقونو د مفهوم په اړه ژوره پوهه لري. د شدید غربت له منځه وړل او له بې وزليتوب څخه د څو سوو مليونو تنو وتل د چين د دغې پوهې ښکارندويي کوي.

د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د مساوي حقونو د تضمين په هکله په سپين کتاب کې راغلي چې چين تل د بشري حقونو معمولي اصول له خپلو مشخصاتو سره يو ځای کړی، په پر له پسې توګه يې د شينجيانګ د حکومتولۍ تګلاره تنظيم کړې او په جدي توګه په سياسي چارو کې د بېلا بېلو قومي خلکو مساوی برخه اخيستنه او پرمختیایي حقونه يې تضمين کړي چې شينجيانګ په بشري چارو کې تازه پرمختګونه موندلي دي.

د جنوبي اسيا کارپوهان په دې نظر دي چې د شيجيانګ ځايي حکومت د کارګرو د حقونو د ساتلو، د مسلکي روزنې د پياوړتيا او د بېلا بېلو قومونو د ګډې سمسورتيا لپاره مثبت تدبیرونه نيولي دي چې دغه اقدامات د دې سيمې په اړه بې اساسه تورونه ماتوي.

درېم: د چين حکومت تل د شينجيانګ د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې ډېر کارونه تر سره کړي او لږ خبرې يې نه دي کړي، ځکه چين د خلکو د نيکمرغه ژوند تر لاسه کول، تر ټولو لوی بشري حق بولي.

اوسنی شينجيانګ چې ټولنه يې ثابته ده او د بېلا بېلو قومونو خلک په کښې ښه ګډ‌ ژوند لري، د تاريخ په تر ټولو ښه موده کې دی. د بنسټيزو بشري حقونو د ساتلو په برخه کې له برياليتوب څخه د چين د اداري سيستم غوره والی او د اداري توان پياوړتيا ښکاريږي.