د چين په سان يا ښار کې د رسيپ تصدیو خدماتي مرکز جوړ شوی
CMG2022/05/22 12:08:38
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د چين د های نان ولایت د ازادې سوداګرۍ بندر د شخصي تصدیو د استازو غونډه او د سوداګريز چاپيريال غونډه د مې پر ۲۰ مه نېټه د ياد ولایت په سان يا ښار کې ترسره شوه او په دې ښار کې د رسيپ(RCEP) يا د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاریو تړون د تصدیو خدماتي مرکز او د دغه تړون د غړو هېوادونو د نړیوالې سوداګرۍ خدماتي مرکز رسماً پرانيستل شو او د سوداګريز چاپيريال د لومړۍ ډلې ۲۱ کتونکي په دندو وګومارل شول.

د رسيپ د غړو هېوادونو د نړيوالې سوداګرۍ د لومړۍ ډلې خدماتي مرکزونه په پنځو هېوادونو سينګاپور، د کوريا جمهوريت، کبوديا، ماليزيا او برويني کې جوړ شوي دي. د چين په سان يا ښار کې نوی جوړ شوی خدماتي مرکز به د لومړۍ ډلې له مرکزونو سره په ګډه د دغه تړون د غړو هېوادونو تصدیو ته خدمات برابر کړي، د سان يا ښار او د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو او کنسولګریو، سوداګريزو ټولنو او تصدیو ترمنځ همغږي، همدارنګه او په اقتصادي، سوداګريزو، سېلانيزو، علمي، کرنيزو، ښوونيزو او روغتيا برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

د های نان د ازادي سوداګرۍ بندر د ابادۍ له عمومي پلان له خپرېدو راهیسې سان يا ښار د نړيوالو تصدیو د جذبولو شبکې د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړي او د مکسیکو او رومانيا په شمول په څه باندې لسو هېوادونو کې يې سوداګريز خدماتي مرکزونه جوړ کړي دي