له افغان شخصيتونو سره د اړيکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کميسيون د رواني مې میاشتي پر ۲۱مه نېټه خبري ناسته تر سره کړه. د ياد کميسيون مشر او د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور په دغه خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان
سرپرست حکومت به د پخواني حکومت د مامورينو او سياستوالو ژوند، مال او عزت خوندي وساتي او د دوی قانوني غوښتنې به منل کيږي.
څه موده مخکې د افغانستان د پخواني حکومت څه باندې څلويښتو سياستوالو د ترکيې په انقره کې سره ولیدل. یادو سیاستوالو د دې ليدنې په ترڅ کې ويلي، چې خبرې اترې په افغانستان کې د اوسنيو ننګونو حل یوازنۍ لاره ده.