د امريکا د ملي دفاع وزير ليويډ اوسټين د مې په ۲۱ مه نېټه د اوکراين له سيال وليکسي ريزنيکوف سره ټليفونې خبرې وکړې او وسلو ته د اوکراين د اړتياوو په هکله يې بحث وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د لويديځو هېوادونو ترمنځ همغږي کوونکې ډله به د مې پر ۲۳مه نېټه له اوکراین سره د نويو نظامي مرستو په اړه دوهمه غونډه ترسره کړي.