د سوریې مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی دمشق ته تللی
CMG2022/05/23 11:41:30
شريکول:

د سوریې مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ګېر پيدیرسن پر ځايي وخت د مې په ٢٢مه نېټه د سوريې له پلازمېنې دمشق څخه ليدنه کړې او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير فيصل مکداد سره يې کتلي او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه يې ورسره د نظريو تبادله کړې ده.

ګېر پيدیرسن په خپلو خبرو کې په سوريه کې د بې ځايه شويو کسانو او په بهر کې د دغه هېواد د کډوالو مسئلو او د سوریایانو پر وړاندې د بشري ننګونو په اړه خبرې کړي او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه به هڅې وکړي، چې د دوی ستونزو ته رسيده ګي وکړي.

فیصل مکداد له ګېر پيدیرسن سره د ليدنې په ترڅ کې د سوریې د سولې او ثبات په پار د حکومت پر هڅو په تېره بيا د دغه هېواد په څو سيمو کې د حکومت ضد ډلو سره د پخلاینې د روان بهیر په اړه خبرې کړي او نوموړي ته یې د سوریې د روان وضعيت په اړه مالومات ورکړي دي.