وانګ يي: د امريکا لخوا وړاندې شوی اندو-پاسيفيک اقتصادي چوکاټ موخه څه ده؟
CMG2022/05/23 14:21:36
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۲ مه نېټه د پاکستان له خارجه وزير بلاول بوټو زرداري سره تر کتنې وروسته په يوې ګډې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

يو خبريال وويل چې د امريکا ولسمشر جوبايډن اسيا ته د سفر په ترڅ کې د اندو-پاسيفيک اقتصادي چوکاټ وړاندې کړی او مختلفو خواوو دې ته بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

وانګ دغې پوښتنې ته په ځواب کې څرګند کړ چې چين د نورو سيمه ييزو هېوادونو په شان د سيمه ييزې همکارۍ د هر ګټور وړانديز هرکلی، خو د بېلتون او پاشلو له توطيې سره مخالفت کوي. د امريکا لخوا وړاندې شوی د اندو-پاسيفيک اقتصادي چوکاټ موخه څه ده؟ د چين په نظر د اقتصادي وړانديز د ارزولو معيار بايد دا وي:

لومړی ،ګټور اقتصادي وړانديز بايد د پروتيکشنيزم پر ځایازادې سوداګرۍ ته پرمختګ ورکړي.

دوهم ،ګټور اقتصادي وړانديز بايد د صنعتي ځنځير د خرابولو پر ځای د نړيوال اقتصادي د بيا سمسورتيا په ګټه وي.

درېميم ،ګټور اقتصادي وړانديز بايد د جيالوژيکي مقابلې پر ځای ورخلاصون او همکارۍ پرمخ بوزي.