د اېپيک د سوداګرۍ وزيرانو ۲۸مه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده
CMG2022/05/23 11:06:34
شريکول:

د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان يا د اېپيک د سوداګرۍ وزيرانو ۲۸مه دوه ورځنۍ غونډه د مې په ۲۱مې نېټې پېل او په ۲۲مې نېټې پای ته ورسېده.

په يادې غونډې کې د اېپيک د ۲۱ اقتصادونو د سوداګرۍ وزيرانو او استازو، د صنعت او سوداګرۍ استازو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په شمول د نړيوالو سازمانونو مسئولينو ګډون کړی و.

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو يادې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې چین به د نړيوال او سيمه ييز اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره دوامدار خوځنده ځواک برابر کړي او د ورخلاصون دروازه به نوره هم پراخه کړي.

نوموړي وويل، چين هيله مند دی، چې د اېپيک له غړو سره همکارۍ پياوړې کړي او ګډې هڅې به وکړي، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو ۱۲مه غونډه د کرونا وبا ضد مبارزې او د دې سازمان د اصلاحاتو په برخو کې لاسته راوړنې ولري.