د روغتيا ۷۵م نړيوال کنفرانس د مې پر ۲۳ مه نېټه په جينوا کې پرانيستل شو. د دې کنفرانس عمومي کمېټې او عمومي غونډې په جلاجلا توګه د ځينو هېوادونو هغه لايحه چې په دې کنفرانس کې د کتونکي په حيث د تايوان ګډون غواړي، رده کړه . له دې څخه څرګنديږي چې د يوه چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې له ګډ نظر سره سمون لري .
په دې کنفرانس کې د چين استازي وايي، چې ياده لايحه قانوني بنسټ او حقیقت نه لري، د تايوان د ديموکراتيک پرمختګ ګوند د کرونا وبا په پلمه سياسي فريب کړی او اصلي موخه يې دا ده چې له چين څخه بېلتون غواړي. ځیني هېوادونه بیا له تايوان څخه په ګټې اخيستنې د چين د یوالي او پرمختګ د مخنيوي په لټه کې دي، خو دا سياسي فريب به يې خامخا ناکاميږي.