د چین مرکزي حکومت بزګرانو سره د مرستې لپاره ۱۰ ميليارډه يوانه ځانګړي کړي
CMG2022/05/23 11:52:41
شريکول:

د چين مرکزي حکومت په دې وروستيو کې د کرنيزو توکو د بيو د لوړوالي او د کرنيزو توليداتو وضعيت په پام کې نيولو سره هغو بزګرانو ته چې غلې دانې کري، لس ميليارډه يوانه پیسې ځانګړې کړې دي.

د مالوماتو له مخې، دغه لس ميليارډه يوانه به په عمده توګه د اوړي د حاصلاتو او د مني د کښت د توليد د ملاتړ لپاره ولګول شي او موخه يې دا ده، چې د کرنيزو توکو د بيو د لوړيدو له امله د غلو دانو پر توليد د زياتو لګښتونو اغيز کم شي او د غلو دانو د کرلو لپاره د بزګرانو ليوالتيا نوره هم زياته شي.