د روغتيا نړيواله غونډه پرانيستل شوه
CMG2022/05/23 14:22:32
شريکول:

د روغتيا ۷۵مه نړيواله غونډه د مې په ۲۲ مه نېټه د سويس په جنيوا کې پرانيستل شوه. دا د کرونا وبا د رامنځته کېدو له دوو کلونو راهيسې د روغتيا لومړۍ نړيواله غونډه ده.

په دغې غونډې کې به د کرونا وبا د مخنيوي د چارو ترڅنګ د نورو روغتيايي چارو په اړه هم خبرې وشي او ګډونوال به یې په هغو سيمو کې چې شخړې پکې روانې دي، د روغتيايي چارو پر پياوړتيا تمرکز وکړي.