د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر سلاکار او له روسیې سره د اوکراين د خبرو اترو مرکچي پلاوي غړي ميخاييل پودوليک د مې په ۲۲مه نېټه رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې اوکراين په اوسنيو حالاتو کې له روسيې سره د اوربند تړون د لاسليک امکان رد کړی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د سولې بهير د اعاده کېدو لپاره د اوکراين مخکښ شرط دا دی، چې روسي ځواکونه بايد له دغه هيواد څخه ووځي.