یو کمربند او یوه لاره د ټولشموله پرمختګ ښه څرګندويې کوي
CMG2022/05/23 14:39:02
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشریزې غونډې ته په خپله ويډيويي وینا کې وویل، چې د نړۍ بېلا بېل هيوادونه دې د اړيکو د پرېکون پر ځای يووالی غوره او د تبعیض پر ځای دې ټولشموليت ته مخه کړي او په عدالت او مساواتو دې د نړیوالې ادارې سیستم کې اصلاحات راولي.

په حقیقت کې د چین د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د ټولشموله پرمختګ ښه بېلګه بللی شو.

چین له تېرو څه باندې ۸ کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز جدي پلی کړی او د دغه همکاریز تړون له لاسلیکوونکو هېوادونو سره يې د بنسټيزو تاسیساتو د جوړونې په برخه کې ډېرې مرستې کړې دي.

چين د یو کمربند او يوې لارې د همکارو هيوادونو اقتصادي پرمختګ هڅولی او د ځايي وګړیو د ژوند سویه يې لوړه کړې ده.

چیني شرکت د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه د کينيا په پلازمېنې نایروبي کې لوی سړک په ازمويښتي توګه پرانېسته او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به یې رسمي پرانيسته هم وشي.
دغه سړک په ختیځه افریقا کې لومړی لوی سړک دی، چې اوږدوالی يې ۲۷.۱ کیلومتره ښودل شوی او تر رسمي پرانيستنې وروسته به يې په نايروبي کې ترانسپورتي ګڼه ګوڼه تر ډېرې اندازې پورې کمه شي.

 د دغه لوی سړک د جوړېدو په بهیر کې ځايي وګړيو ته ۳ زره کاري فرصتونه برابر شوي وو او تر پرانيستلو وروسته به نور۵۰۰ کسان پکې دندې ولري.
افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې له چین سره د یو کمربند او یوې لارې په اړه د حکومتونو تفاهم یاداښت لاسلیک کړی دی.

 د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د افغانستان جمهوري نظام وپرځېده، چې له امله یې د ملکي وګړيو پر وړاندې ډېرې ستونزې راپورته شوي او چین همدغه مهال د مرستو لاس ور اوږد کړی او دوامدارې مرستې يې ور ولېږلې. چین له افغانستان څخه د تېر کال له نومبر راهيسې، زر ټنه جلغوزې وارد کړي او افغان بزګرانو ته يې میلیونونه ډالره ګټه رسولې ده.

چين د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز په جوړونې کې ۲۵.۴ میلیارډه ډالره پانګونه کړې او ځايي خلکو ته يې د روزګار ګڼ شمېر فرصتونه برابر کړي دي.

ځيني لوېديځ هېوادونه د یو کمربند او یوې لارې وړانديز ته په بد نظر ګوري او د تعصب لاره يې غوره کړې او بې ځایه تورونه يې پرې لګولي دي، خو د ځايي وګړیو غږونو د دوی له تعصب پرده پورته کړې او تورونو ته يې ځواب ویلی دی.

د چین د کون مینګ ښار او د لاوس پلازمینې وینتاني ترمنځ رېلپټلۍ د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۳مه نېټه پرانېستل شوه. دغه اوسپنیزه لاره نږدې زر کیلومتره اوږدوالی لري، چین لسګونه میلیارډه یوانه پرې پانګونه کړې او ګڼ شمېر کارکوونکو او انجنیرانو يې کابو ۹ کالونو کې دغه اوسپنيزه لاره بشپړه او ګټې اخيستنې ته يې وسپارله.

 دغې لارې لاوس ته چانس برابر کړی، چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او د وروسته پاتې هيوادونو له قطار څخه ووځي.
د برازیل د ساو پاولو ایالت پوهنتون استاد پروفیسر ماکوس په دې اند دی، چې د لوېديځ هیڅ بانک به زړه ښه نه کړي، چې د لاوس په شان بېوزله هېواد کې بنسټيز تاسیسات جوړ کړي، خو د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په چوکاټ کې دغه کار ترسره شو.

ايټالیې په ۲۰۱۹م کال کې د یو کمربند او یوې لارې د تفاهم ياداښت لاسلیک کړ، خو امریکايي سیاستوالو يې مخنیوی کاوه، چې ګواکې د چین دغه وړاندیز بې ځایه دی.

د ايټالیې د بهرنیو چارو وزیر د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې وويل، چې هغه کسان چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز کې يې د اېټاليې مخه نيوله، اوس باید دا ومني، چې دغه وړاندیز اغېزمن دی. نوموړي وويل، چې چين لومړی هيواد و، چې د کرونا وبا د خورېدو په لومړیو وختونو کې يې اېټاليا ته روغتياپالان او طبي توکي ولیږل.

سږ کال د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز له ۹مې کالیزې سره برابر دی. چین تر اوسه له ۱۴۹ هېوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو سره د یو کمربند او یوې لارې څه باندې ۲۰۰ همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي.

 د یو کمربند او یوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چین عمومي سوداګریز ارزښت له ۱۰ زرو میلیارډو ډالرو څخه اوښتی، چیني تصدیو په دغو هېوادونو کې ۱۴۰ میلیارډه ډالره مستقیمې پانګونې کړي او ۱۶ زره فابریکې يې پکې جوړې کړي او ځايي وګړیو ته يې ګڼ شمېر کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې همکارۍ له حیاتي ځواک ډکې دي او روښانه راتلونکی لري.