د چين د فضايي سټېشن ازمويښت خونې ته کتنه
CMG2022/05/23 15:46:13
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي پروژو د فضايي سټېشن ډيزاين کوونکي يانګ هونګ په يوه مطبوعاتي غونډه کې د دغه سټېشن د جوړولو پروسې په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې هېواد يې د خپل فضايي سټېشن لپاره د ون تيان په نوم ازمويښت خونه جوړه کړې او ژر به يې فضايي سټېشن ته وليږدوي.

 

د ښاغلي يانګ په خبره، د ون تيان ازمويښتخونه کې د ستورمزلو د ژوند اړين تاسيسات درول شوي، چې پکې د خوب لپاره ۳ ځایونه، يو تشناب او يو پخلنځی شامل دي او کله چې دا ازمويښتخونه له مرکزي برخې سره ونښلول شي، نو ۶ ستورمزلي پکې ژوند کولی شي.