وانګ يي له خپل پاکستاني سيال سره وکتل
CMG2022/05/23 11:17:05
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۲ مه نېټه د دغه هېواد په ګوانګ جو ښار کې د پاکستان له خارجه وزير بلاول بوټو زرداري سره وکتل او په یو لړ مهمو مسئلو يې ورسره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې اوسمهال په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد مبارزه له ستونزو او خنډونو سره مخ ده. چين او پاکستان دې يو له بل سره همکارۍ وکړي او د ترهګرۍ ضد ضروري تدبيرونه دې ونيسي.

نوموړي وويل، چې د پاکستان حکومت دې د ترهګرۍ ضد کوټلي ګامونه پورته کړي او په دغه هيواد کې د چيني وګړو، ادارو او پروژو پر ضد د بريدونو مخه دې ونيسي.

چين له پاکستان څخه د ترهګرۍ ضد مبارزې کې ټينګ ملاتړ کوي.

بلاول بوټو زرداري په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان نوي حکومت په دغه هېواد کې د چينايانو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړی دی.

دواړو سيالانو موافقه وکړه، چې خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ به ژورې کړي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ چارې به خوندي وساتي او هڅې به وکړي، چې تر لوړې کچې يې ورسوي.

دوی پر دې هم موافقه وکړه، چې د څواړخيزم په برخه کې به خپلې همکارۍ روانې وساتي.

بلاول بوټو د رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ وړانديز هرکلی وکړ او دغه وړانديز يې ډېر پر وخت او ضروري وباله او ويې ويل، چې پاکستان به هم د نړيوال پرمختګ وړانديز کې ګډون وکړي.

دواړو سيالانو د افغانستان مسئلې په اړه هم خبرې وکړې او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډې اعلاميې پر پلې کولو يې ټينګار کړی دی.

 دواړو خواوو تر خبرو وروسته يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده.