کريملين: اوکراين له روسيې سره خبرې اترې کنګل کړي، خو روسيه د خبرو اترو د دوام هيله لري
CMG2022/05/23 11:09:16
شريکول:

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سلاکار او له اوکراين سره د روسيې د خبرو اترو  پلاوي مشر ميکينسکي د مې په ۲۲مه نېټه د بلاروس له او اېن ټي (ONT)تلويزيون سره په مرکې کې ويلي، چې اوکراين په يو اړخيزه توګه له روسيې سره خبرې اترې کنګل کړي، خو روسيې دغه خبرې اترې نه دي رد کړي، بلکې غواړي، د لوړې کچې مذکرات ورسره وکړي او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم څو څو ځلې پر دغه دريځ ټينګار کړی دی.

نوموړي په اشارې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د ملاقات لپاره بايد د تيارۍ جدي چارې تر سره او يو بشپړ او پوخ سندونه بايد چمتو شي.

ميکينسکي زياته کړې، چې د پوتين او زيلينسکي ترمنځ د کتنې موخه دا نه ده، چې ګډ عکس واخلي، بلکې دا چې دواړه مشران بايد د سولې د خبرو وروستۍ هوکړه لاسليک کړي.

هغه پر دې ټينګار کړی، چې د سوله ييزو خبرو اترو د انتخاب فرصت اوس د اوکراين په لاس کې دی او روسيه خبرو اترو ته د دوام ورکولو هيله لري.