د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت د مې په ٢٢مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ په پلازمېنه کابل کې يوه هوټل ته نږدې چاودنه شوې، چې له امله یې یو کس ټپی شوی دی.
د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ د روانې میاشتې په ٢٢مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې ياده چاودنه د کابل ښار د ١٥مې حوزې يوه هوټل ته څېرمه شوې او امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
دغه هوټل د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د عمومي سړک په اوږدو کې موقعیت لري.
عيني شاهدانو ويلي، چې چاودنه هغه مهال وشوه، چې په هوټل کې یوه غونډه روانه وه.
د پېښې په ځای کې یوه ځايي چارواکي ویلي، چې دا یو ځانمرګی برید و.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.