شي جين پينګ او د ده پلار
CMG2022/05/24 15:31:05
شريکول:

 " تاسو د چينايانو لپاره په خاموشۍ کارونه کوئ، ستاسو دا چاره ما ته دا الهام راکوي، چې خپل ژوند د خلکو خدمت ته وقف کړم."

دا جمله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په هغه ليک کې ليکل شوې، چې خپل پلار ته يې لیکلی و.

د شي جين پينګ پلار شي جونګ شون نومېده او د خلکو مخور مشر و.

 شي جونګ شون به هر وخت ويل، چې هغه د بزګر زوی دی او ځان به یې د کاري خلکو غړی باله.

 هغه به ويل "د خلکو له ملاتړ پرته، موږ هیڅ هم نه لرو ".

شي جونګ شون د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د پنځوسمې کليزې په نمانځمغونډې کې د پلازمېنې بېجينګ د تيان ان من په برج کې په احساساتو وويل:

(( موږ باید هیڅکله دا هیر نه کړو، چې هیواد د خلکو دی او خلک د هیواد دي.))

شي جين پينګ په یوه مقاله کې ځان د ژیړې ځمکې زوی بللی دی.

شي جين پينګ په ١٩٦٩م کال کې، چې هغه مهال ١٦ کلن و، له بېجينګ څخه ليانګ جيا هه (د شان شي ولايت شمالي برخې) ته ولاړ او هلته يې د يو لوستي ځوان بزګر په توګه څه دپاسه ۲۴۰۰ ورځې تېرې کړې او د ژېړې ځمکې له ساده خلکو سره يې ګډ ژوند او کار وکړ.

نوموړي په يادې مودې کې نه يوازې له ځايي خلکو سره ژوره دوستي ټينګه کړه، بلکې د چين د کليوالو سيمو په اړه يې هم ډېر مالومات ترلاسه کړل او پوی شو، چې ملکي وګړي په څه خوابدي او په کومو چارو خوشحاله کيږي او د چين د خلکو اساسي غوښتنې او حالات يې درک کړل.

شي جين پينګ يو وخت وويل:

" زه به وږی وم، کليوالو به زما لپاره پخلی کاوه، زما جامې به پاکې نه وې او دوی به راته جامې مينځلې، زما پتلون يا جامې به چې وشکېدې، نو کليوالو به راته ګنډلې او دوی به زما ساتنه او مرسته به یې راسره کوله. کليوالو زما روان او روح خوشحاله ساتلی و او د دوی ښو اخلاقو پر ما ډېره ښه اغېزه کړې ده."

د یو مشر رېښه چې په خلکو کې وي، یعنې د خلکو له منځه مشر ټاکل شوی وي، نو هغه ډېر صداقت لري او همدا د شي جین پینګ او د هغه پلار په شمول د کمونيست ګوند د دوو نسلونو اصل دی.

شي جين پينګ د تيرې پېړۍ د ۸مې لسيزې په لومړيو کې د هه بۍ ولايت د جنګ دينګ ولسوالۍ د ګوندي کميټې د منشي په توګه دنده واخيستله او هغه وخت د نوموړي د ځوانۍ وخت او ځوان کادر و.

ډېری خلکو په همغه وخت کې د شي جين پينګ په اړه دا تاثر درلود، چې نوموړی په دفتر کې هیڅ بې کاره نه کيني او همدغسې به يې دفتري چارې ترسره کولې.

د جنګ دينګ د ګوندي کميټې دفتر يو کادر د شي جين پينګ په اړه وايي، چې نوموړي به د ګوندي کميټې د ټولنيزو څيړونکو مشري کوله. دوی به د سړک تر څنګ يو لوی مېز اېښی و او د خلکو ستونزې به يې اورېدې او د حل لارې به يې ورته لټولي.

شي جين پينګ په ۱۹۸۸م کال کې د فو جيان ولايت د نينګ ده ښار د ګوندي کميټې د منشي په حيث وټاکل شو.

 کله چې هغه به د دې ښار د شو نینګ ولسوالۍ  له لرې غرني کلي څخه ليدنه کوله، نو د سهار له ۷ بجو او ۳۰ دقيقو څخه به یې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې د غرونو په لمنو او د سیندونو په اوږدو کې مزل کاوه.  ځايي کلیوالو به ويل، چې دا لومړی لوړپوړی چارواکی دی، چې د دوی کلي ته ورځي.

شي جين پينګ به همغه مهال ويل: " د ولسوالۍ ګوندي منشي بايد ټولو کليو او ټولو علاقه داريو ته ولاړ شي او د ولايت ګوندي منشي بايد د ټولو سيمو، ښارونو او ولسواليو حال واخلي. "  

پر خلکو تکیه او د دوی لپاره کار کول د شي جین پینګ او د ده د پلار ګډ مسؤلیت او اصلي ځواک دی.

 شي جين پينګ څو څو ځله ويلي، چې هېواد د خلکو دی او خلک د هيواد دي.

نوموړي د يوې سيمه ييزې کتنې په ترڅ کې په ډېره مينه وويل:

 " د چين کمونېست ګوند د ملي حاکميت لپاره جنګيدلی او د هېواد ساتنه يې کړې او دا يې ټول د خلکو د ښه ژوند لپاره کړي دي.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د هيواد ۱۴ ډېرو بې وزلو سيمو ته سفرونه کړي او خپلو خبرو کې يې څه باندې ۵۰ ځله پر دې ټينګار کړی، چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید واقعي اقدامات ونيول شي. هغه په وار وار ویلي، چې د یوه "چارواکي" په توګه باید خپلې سيمې ته ګټې ورسوي، " نوموړی تل اندېښنه کوي او د خلکو باور تر نظر لاندې نيسي."

شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې په لومړۍ عمومي غونډه کې په اشارې وويل:

 " ګوند او خلکو موږ ته تاريخي مسووليت راسپارلی، دوی زموږ په نسبت لوړ باور او لویې هيلې لري. موږ بايد خپله دنده په دقت  سر ته ورسوو، په دقت باید کار وکړو، ګوند او هېواد ته بايد ژمن واوسو، ګوند او هېواد ته باید خدمت وکړو او  د یوې معتدلې هوسا ټولنې د ابادولو او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د جوړولو لپاره بايد هر اړخيزې هڅې وکړو. "

 "زه به هیڅ ونه لرم او د خلکو لپاره به کار وکړم."

دا د معصومیت داسې جمله ده، چې د شي جین پینګ او د هغه پلار لخوا بيا بيا ويل شوې ده. (ژباړه: شکريه)