د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د داعش وسله والو د مې په ۲۳ مه نېټه د عراق په شمال کې بريد کړی، چې له امله یې يې ۶ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د عراق حکومت د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې اعلان وکړ، چې د داعش پر ضد يې سخته مبارزه کړې او دغه ډله يې ډېره سخته ځپلې ده. تر دې وروسته د داعش پاتې وسله وال د عراق او سوريې په سرحدي سيمو کې پټ شوي او له همغه ځایه يې په دواړو هيوادونو کې بمي بريدونه کوي.