د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر ابراهيم رئیسي د مې په ۲۳ مې نېټې د عمان پلازمېنې مسقط ته په يوه ورځني سفر تللی او د دې هيواد له سلطان هيثم بن طارق ال سعيد سره يې کتلي دي.
دواړو مشرانو د نړۍ او سيمې پر مهمو مسئلو خبرې کړي او د انرژۍ، ټکنالوژۍ، ښوونې، رسنيو، ډيپلوماتيکو چارو، ترانسپورټ، مخابراتو، مالدارۍ او کبنيونې په شمول په بېلا بېلو برخو کې يې۱۲ يادښتونه او د همکاريزو پروژو سندونه لاسليک کړي دي.