چين څه موده مخکې د تيانجو بار وړونکې فضايي بېړۍ خپل فضايي سټېشن ته وتوغوله او پر وخت ټاکلي مدار ته ورسېده.
چين په يادې بېړۍ کې د روان کال د لومړۍ جوپې مالونه فضايي سټېشن ته ورسول.
دغه فضايي بېړۍ به له فضايي سټېشن څخه هغه کثافات او خځلې، چې د ستورمزلو د کار او ژوند پر مهال رامنځته شوي، ځمکې ته راوليږدوي.