چين د تايوان په اړه د جو بايډن نامناسبو څرګندونو ته کلک غبرګون وښود
CMG2022/05/24 13:13:22
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن په دې وروستيو کې د جاپان لومړي وزير فيوميو کېشيدا  سره تر کتنې وروسته په يوې خبري ناستې کې د تايوان په اړه يې نامناسبې څرګندونې کړې دي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۳مې نېټې د بايډن د خبرو په غبرګون کې وويل، چې نوموړي د چين د تايوان په اړه نامناسبې او بې ځایه خبرې کړي او بېجينګ د هغه له خبرو سره کلک مخالفت کوي.

وانګ ون بين وويل، چې په نړۍ کې د چين په نوم يوازې يو هيواد شته او تايوان یې نه بېلېدونکې برخه ده، د چين ولسي جمهوريت يوازينی قانوني حکومت دی، چې د ټول  هيواد استازيتوب کوي او دا نه يوازې د ټولې نړۍ ګډه اجماع ده، بلکې له چین سره د امريکا سیاسي ژمنه هم ده.

نوموړي په ټينګار وويل، چې چين به د خپل ملي حاکميت او امنيت د خونديتوب لپاره ټينګ ګامونه پورته کړي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې د تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرني ځواک ته به د مداخلې اجازه پکې ور نه کړي. چين د خپل ملي حاکميت او د خاورو تماميت په ساتلو کې جوړجاړي ته هيڅ ځای نه ورکوي او څوک بايد دا اټکل ونه کړي او په دې برخه کې بايد د چينايانو ټينګ هوډ او غښتلی توان ونه ازمويي.

نوموړي پر بايډن غږ وکړ، چې د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چینایانو پر وړاندې ونه دريږي! (ژباړه: شکريه)