کرېلمين پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د روسيې ولسمشر پوتين د مې په ۲۳مه نېټه د دغه هيواد په جنوب سوچي ښار کې د بلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره کتلي دي.
پوتين په خپلو خبرو کې ويلي، چې د روسیې د اقتصاد عمده شاخصونه د دې څرګندويي کوي، چې د هيواد اقتصاد يې د لويديځ له بنديزونو سره سره ښه روان دی.
پوتين ويلي، چې اوس روسیه او بلاروس د صنايعو، انرژۍ او زراعت په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پېل کړي او دا دواړه هيوادونه به متحد پاتې شي.
د اوکراين رسنيو ويلي، چې د دغه هيواد ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د مې په ۲۳مه نېټه د داوس په نړيوال فورم کې په خپله ويډيويي وینا کې ويلي، چې د اوکراين د بيا رغونې پروګرام ډېر لوی دی او د جګړې له امله دغه هېواد ته له ۵۰۰ ميليارډو ډالرو څخه زيات زيان رسيدلی دی.
زيلينسکي هيله ښودلې، چې بېلابېل هېوادونه د اوکراين په بيا رغونې کې فعاله برخه واخلي.