د خواړو او کرنې نړيوال سازمان د چين ۳ کرنيز سيستمونه د نړۍ د مهمو کرنيزو کلتوري ميراثونو په لېست کې شامل کړل
CMG2022/05/24 16:51:21
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان د چين ۳ کرنيز سيستمونه د نړۍ د مهمو کرنيزو کلتوري ميراثونو په لېست کې شامل کړي، چې پدې سره په دغه لېست کې د چين د مهمو نړيوالو کرنيزو کلتوري ميراثونو

شمېر ۱۸ ته پورته شوی او په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

په يادو نویو پېژندل شوو ميراثونو کې يو د چين په جنوب ختیځ کې د فو جيان ولايت د انشي سيمې د تيه ګوان اين چای کلتوري سيستم، بل یې د دغه هېواد په شمال کې د داخلي مغولستان د الوکرچين ورشو کې د کوچيتوب سيستم دی او درېم يې د دغه هېواد په شمال کې د هه بې ولایت په شه ولسوالۍ کې د زينې په شکل ۱۴۰۰۰ هکتاره کروندې دي.