وانګ يي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرې ميشل باچېلېټ جريا سره وکتل
CMG2022/05/24 13:14:52
شريکول:

 د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۳مې نېټې په ګوانګ جو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو له عالي کمېشنرې ميشل باچېلېټ جريا سره وکتل.

وانګ يي له باچېلېټ جريا سره په لېدنې کې وويل، چې د نړۍ ټول هيوادونه باید د نړيوالو بشري حقونو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او هر هيواد بايد متقابل احترام ته غاړه کېږدي او بشري حقونو ته بايد سياسي رنګ ورنه کړي.

نوموړي وويل، چې هر هيواد بايد عدالت په پام کې ونيسي او دوه ګوني معيارونه بايد غورنه نه کړي.

وانګ يي زياته کړه، چې د نړۍ ټول هيوادونه باید له واقعي حقایقو او انکشافي پړاو سره سم پر مخ ولاړ شي او په ورخلاصون او ټولشموليت دې ټينګار وکړي او له ډله ييز مقاومت دې لاس واخلي.

هغه وويل، چې د نړۍ لوی هیوادونه باید تر نورو هېوادونو مخکې څو اړخیزیزم عملي کړي او د ملګرو ملتونو منشور او اصول،  نړيوال قوانين او عامه عدالت بايد مراعت کړي.

نوموړي وويل، چې د بشري حقونو څو اړخیز سازمانونه بايد د همکارۍ او خبرو اترو لوی ډګر وي او دغه ادارې بايد د مقاومت او پاشنې ملاتړ ونه کړي.

هغه زياته کړه، چې چين غواړي د متقابل احترام او مساوي چلند پر بنسټ د بشري حقونو له عالي کميشنرۍ سره رغنده همکارۍ وکړي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې ميشل باچېلېټ جريا د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د بشري حقونو د ساتنې په برخو کې د چين مهمې لاسته راوړنې وستايلې او د څواړخيزم د ملاتړ، د پرمختګ په غرض پانګونې، دوامدار پرمختګ، د بې وزلۍ د کمولو، له اقليمي بدلون سره د مقاومت او د بيولوژيکي چاپيريال د ساتنې په برخو کې يې د چين د خدمتونو لوړه ستاينه وکړه.

باچېلېټ جريا وويل، چې د بشري حقونو عالي کميشنري د چين رول ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې وښوده، چې هغه به د دې ليدنې په فرصت له چين سره متقابل اعتماد او باور پياوړی کړي او له نړيوالو ننګونو سره به ګډ مقاومت وکړي او په ګډه به د بشري حقونو نړيوالې چارې پرمخ يوسي. (ژباړه: شکريه)