د چين او برازيل د لوړې پوړې کمېټې ۶مه غونډه تر سره شوه
CMG2022/05/24 14:43:15
شريکول:

د چين او برازيل د همغږۍ او همکارۍ لوړې پوړې کمېټې ۶مه غونډه د مې په ۲۳ مه نېټه په انلاين ډول ترسره شوه او د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان او د برازيل د ولسمشر مرستيال انتونيو هاميلتون مارتنس موراو په ګډه د يادې غونډې مشري وکړه.

 

وانګ چي شان په خپلو خبرو کې وويل، چې نړۍ اوسمهال له لويو بدلونونو سره مخ ده او دغو بدلونونو چين او برازيل هم زيانمن کړي دي.

نوموړي وويل، چې چين او برازيل دې د خپلمنځي همکاريو پر سمې او تاريخې تګلارې ټينګار وکړي او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه دې نژدې تبادلې او همغږي ولري او د څواړخيزم په چوګاټ کې دې نږدې همکارۍ  وکړي او د نويو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې دې وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې د چين او برازيل مشران به راتلونکې مياشت د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او د دواړو هيوادونو اړوند ادارې دې د چين او برازيل د لوړې پوړې کمېټې پايلې پلې او د دواړو هېوادونو د مشرانو کتنې ته دې چمتوالی ونيسې او د خپلمنځي او نړيوالې سمسورتيا، زرغون او متوازان پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.

انتونيو هاميلتون وويل، چې برازيل له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ته پاملرنه  کوي او هيله يې وښوده، چې هيواد يې چين ته صادرات پراخ کړي، له چين سره په ګډه د خوړو د خونديتوب په شمول د ګډو ننګونو پر وړاندې مبارزه او همکارۍ وکړي او د انرژۍ بدلون او د کم کاربن اقتصادي فرصتونه پيدا کړي.