د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله: له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي
CMG2022/05/24 10:46:44
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د مې په ۲۳مه نېټه د يوې پرېکړې په تصويب کولو سره له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په ګډو عملياتو سره له هغو هېوادونو سره بيړنۍ مرسته وکړي، چې د خوراکي موادو له بحران سره مخ دي او د تجارت نړيوال سازمان په چوکاټ کې يو مساوي او څواړخيز تجارتي سيستم جوړ کړي.

په ياده پرېکړه کې راغلي، چې د اوو هېوادونو ګروپ او شلو هېوادونو ګروپ په شمول نړيواله ټولنه بايد د نړۍ د خوراکي موادو امنيت ته لومړيتوب ورکړي او له څواړخيزو هڅو څخه ملاتړ وکړي، څو دغه بحران حل شي. د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه او اړوندې خواوې بايد د خوراکي موادو د برابرولو او د زراعت د روانېدو ساتنه وکړي، بزګرانو ته تخنيکونه او مرستې دې برابرې کړي، څو دوی په دوامدار ډول کرنې او مالداري وکړي.