د افغانستان سرپرست حکومت له متحده عربي امارات سره د هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت قرارداد لاسليک کړ
CMG2022/05/24 19:12:40
شريکول:

د افغانستان باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د  دغه هېواد سرپرست حکومت د مې په ۲۴مه نېټه له متحده عربي امارات سره د هېواد د څو هوايي ډګرونو د تنظيم او مديريت قرارداد لاسليک کړی دی.

د خبر له مخې، د دواړو خواوو استازو په کابل کې خبري ناسته تر سره کړې او خبري رسنيو ته يې د ياد قرارداد په اړه مالومات ورکړي دي.    

                      متحده عربي امارات به د افغانستان د کابل، هرات، کندهار او مزار شريف هوايي ډګرونو ته پرمختللی تخنيکي سيستم او ځمکني خدمتونه برابر کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت مخکې له متحده عربي امارت، ترکيې او قطر سره هم د يادو هوايي ډګرونو د مديريت په هکله څو ځلې خبرې اترې کړې وې.