د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد د اندو - پاسیفیک د اقتصادي چوکاټ په اړه ډېره محتاطه واوسي
CMG2022/05/24 15:09:53
شريکول:

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مې په ۲۳مه نېټه جاپان ته رسيدلی او هلته يې تش په نوم د اندو-پاسیفیک اقتصادي چوکاټ اعلان کړی، خو محتويات يې ډېر پيچلي او ګډوډ دي.

څيړونکي او کارپوهان په دې اند دي، چې امريکا د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ تر شا پلانونه لري او ښايي ډېر هيوادونه يې د دسيسو ښکار وګرځي.

جو بایډن د تېر کال په اکتوبر کې د ختیځې اسیا په ويډيويي سرمشریزه کې برخه اخیستې وه او هغه مهال يې د اندو - پاسیفیک اقتصادي چوکاټ وړاندې کړ.

د امریکا د سوداګرۍ مرکچې کېسرين تای په دې اند دی، چې د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ به د چین د مخ زیاتیدونکي نفوذ پر وړاندې مؤثر پاتې شي او امریکا دغه چوکاټ د سیمه ایز اقتصادي تسلط د ساتلو لپاره کاروي او دا په هیڅ صورت کې به د تعرفو د کمولو او د ازاد بازار او تجارت تړون نه وي.

د کېسرين تای په اند امريکا ادعا کوي، چې د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ د ورخلاصون او سوکالۍ تړون دی، خو په حقیقت کې دغه جعلي څو اړخیزم به سیمه سره وويشي او د ډېرو سيمه ييزو هيوادونو ترمنځ به درز پيدا کړي.

امریکا ولې د اندوـ پاسیفیک اقتصادي چوکاټ په اړه توضیحات نه ورکوي؟

د دې پوښتنې ځواب ډېر اسان دی، ځکه امريکا نه غواړي، له اسیایي هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ تجارت وکړي، بلکې دغه هيواد په دې لټه کې دی، چې څنګه کولی شي، تخنیکي غوره والی راټول او خپل اقتصادي تسلط پیاوړی کړي او د چین د پرمختګ مخه ونيسي.

امریکا د اسیا د ډېرو هېوادونو قضاوت کمزوری بولي.

امریکا د ډیجیټلي اقتصاد، د عرضې ځنځیر، د پاکې انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د اسیا او ارام سمندر له سیمه ييزو هیوادونو سره د همکارۍ ادعا کوي، خو د سیمې ډېرو هیوادونو ته دا پوښتنه پيدا شوې، چې د امريکې د همکاريو بڼه او موخه څه ده؟

په جاپان کې د امریکا سفیر ایمانویل هم منلې، چې د ځینو هېوادونو چارواکي دا اندېښنه لري، چېموږ په کوم چوکاټ کې شامل یو؟‌

امریکا اوسمهال په کور دننه له ډېرو ننګونو سره مخ ده

په امريکا کې د پيسو پړسوب ((انفلاسيون)) مخ په لوړېدو دی او د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې کې هم پاتې راغلې ده.

امریکا څو څو ځلې له نړیوالو سازمانونو څخه وتلې او اوس نړيوال پرې باور نه کوي او کړنو ته يې د شک په سترګه ګوري.
په امریکا کې د دوو ګوندونو مبارزې امريکايان اندېښمن کړي او هيواد کې يې سياسي درز راغلی دی، نو په داسې حالاتو کې د دغه هېواد حکومت څنګه کولی شي، چې نورو هيوادونو ته ډاډ ورکړي او بيا په ځانګړې توګه څنګه کولی شي، چې د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ په برخه کې د ختيځې اسیا د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي؟

دا ښکاره، چې د امريکا هدف د چين د پرمختګ مخنيوی دی، خو که هر څومره هڅې وکړي، بيا به هم خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي او د اسیایي سیمې پر پرمختګ به اغېزه ونه کړي.

د اسیا او ارام سمندر سيمه د نړیوال کېدو او ازاد تجارت پر لوري روانه ده او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د سیمه ایزو هراړخیزو اقتصادي همکاریو تړون ((رسيپ)) په روان کال کې د عمل جامه اغوستې او د سیمه ایزې سوداګرۍ اسانتياوې يې برابرې کړي او ازادې پانګونې ته يې لارې پرانيستلې دي.

چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد دی او ۴ اعشاريه يو ميليارډ نفوس لري او خپل لوی بازار یې د سيمې هيوادونو ته بشپړ پرانیستی پرېښودلی او د سيمې د زياترو هېوادونو تر ټولو ستر سوداګريز همکار ګرځېدلی دی.

ايا امريکا کولی شي، د چين په څېر خپل بازار ټولو ته پرانيزي؟

د نړیوالو ستراتيژیکو څېړنو انسټيټيوټ د سیمه ایز اقتصاد او ستراتیژۍ او د جاپان د څیړنیز ګروپ مشر وارډ په دې اند دی، چې د امریکا اوسنی حکومت دا توان نه لري، چې د اسیا او ارام سمندر له سيمه ييزو هيوادونو سره د اقتصادي همکاريو په برخه کې فعال رول ولوبوي او چين په دې برخه کې مخکښ ځای لري.

د اسيا ارام سمندر سیمه د همکاريو او پرمختګ ګرم ځای دی او د جيو پوليټيکل سیاسي لوبې ډګر باید ونه ګرځي.

د امریکا له خوا وړاندې شوی تش په نوم د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ به حتماً د سیمې بنسټیزو ګټو ته زیان ورسوي. اسيايي هېوادونه بايد ځيرک او هوښيار واوسي او خپلې سترګې بايد پرانیستې او د پرمختګ برخليک په خپله ټينګ وساتي.

هر هغه هيواد چې غواړي، چین وپاشي او تجزيه يې کړي او يا غواړي، د پرمختګ مخه يې ونيسي، نو باوري دې اوسي، چې اخر به هم په خپلې لومې کې ګيريږي.