چين د تایوان په اړه د روغتيا نړيوال سازمان دريځ وستايه
CMG2022/05/24 14:53:38
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مې په ۲۳مه نېټه د تایوان په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د ۷۵مې اسمبلۍ د څرګندونې په پار وينا کړې ده.

وياند په خپله وينا کې څرګنده کړه چې د روغتیا نړيوال سازمان د ۷۵مې اسمبلۍ عمومي کميټې تايوان ته د " څارونکي هېواد " په حيث د اړوند هېواد لايحه رد کړې ده.

د روغتیا نړيوال سازمان له يادې پرېکړې څرګنديږي، چې د نړيوالې ټولنې لپاره د يو چين د پېژندنې اصل ګډه اجماع او نه بدلېدونکی تمايل دی او په دې برخه کې هيڅ ننګونه نه شي زغملی.

 د چين مرکزي حکومت د تايوان سيمې د هېوادوالو روغتيا او هوساینې ته ډېر اهميت ورکوي او د يو چين د پېژندنې پر بنسټ يې د روغتيا په نړيوالو چارو کې د تايوان د ګډون لپاره مناسب تدبيرونه نيولي دي.

د چين مرکزي حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې څه باندې ۴۰۰ ځله تايوان ته د وبا د وقايې او مخنيوي مالومات ورکړي او په تېر يو کال کې يې د تايوان ۴۷ روغتيايي کارپوهانو ته اجازه ورکړې، چې د روغتيا نړيوال سازمان په تخنيکي فعاليتونو کې ګډون وکړي.

(ژباړه: شکريه)