چين په خپلو کورنيو چارو کې د جاپان او امريکې له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2022/05/25 10:55:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۲۴مه نېټه د جاپان او امريکې د مشرانو د ګډې اعلاميې په غبرګون کې وويل، چې هېواد يې د خپل ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو او دفاع په برخه کې ټينګ هوډ او اراده لري او کوم هېواد بايد د چين د دغه ډبرين هوډ د ماتولو هڅه ونه کړي.

وانګ ون بين وويل، چې د تايوان مسئله د چين د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا او همدارنګه د چين د اساسي ګټو اساس دی او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې پکې لاسوهنه وکړي.

هر هېواد او ځواک چې د تايوان مسئلې په پلمه غواړي، د چين په کورنيو چارو کې مداخله او يا يې د پرمختګ د مخنيوي هڅه وکړي، له ټينګ او زورور ځواب سره به مخ شي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې د هانکانګ او شينجيانګ چارې هم د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرني هېواد ته به پکې د خبرو اجازه ورنه کړي.

چين د دیاویو ټاپوګانو او نږدې نورو اړوندو ټاپوګانو باندې بې له شکه پوره حاکمیت لري او په اړوندو سمندري سيمو کې يې فعالیتونه بشپړ مشروع او قانوني دي. چین د خپل ځمکني حاکمیت، د سمندري حقونو او ګټو ټينګه ساتنه کوي او له آسیان سره به د سلا مشورو او د چین د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات د ساتلو لپاره پوره هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چې جاپان او متحده ایالات پر حقيقتونو او تاريخ سترګې پټوي، کړنې يې د چين ځمکنۍ حاکميت ننګوي او د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو معيارونو څخه څرګنده سرغړونه کوي او د دوی دغه کړنې د سيمې سولې او ثبات ته ګواښونه جوړوي.

(ژباړه: شکريه)